د لغمان ولایت د خیروخېلو صنعتي پارک د ۲۰ کیلوولټ برېښنا شبکې پلان تائید او لاسلیک شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۸
لغمان خیروخېل

۱۴۴۸/۱/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري، د لغمان ولایت د خیروخېلو صنعتي پارک لپاره د ۲۰ کیلوولټ برېښنا شبکې تخنیکي تفصیلي پلان له ارزونې وروسته تائید او په رسمي ډول لاسلیک کړ.

د یاد پلان تائید د صنعتي زیربناوو د پراختیا، د پانګونې د فرصتونو د زیاتوالي او د صنعتي فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه ترسره شو، چې د عملي کېدو په صورت کې به د صنعتي پارک فابریکو، تولیدي واحدونو او نورو اقتصادي فعالیتونو ته د باور وړ او دوامداره برېښنا زمینه برابره کړي.

د تخنیکي پلان له مخې، د خیروخېلو صنعتي پارک لپاره به د ۲۰ کیلوولټ منځني ولتاژ برېښنا شبکه طرحه او تطبیق شي، چې په کې د برېښنا د انتقال او وېش لینونه، د توزیع ترانسفارمرونه، د خوندیتوب او کنټرول تجهیزات، د شبکې د ساتنې سیستمونه او اړوند تخنیکي تاسیسات شامل دي.

 دغه شبکه به د برېښنا د ضایعاتو د کمښت، د انرژۍ د اغېزمن مدیریت او د صنعتي مصرفوونکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د معیاري تخنیکي اصولو له مخې جوړه شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د دې پروژې موخه د صنعتي پارکونو لپاره د اساسي خدماتو برابرول، د خصوصي سکټور ملاتړ او د هېواد په کچه د اقتصادي ودې لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کول په ګوته کړي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت