د قطر استوګنیز ښارګوټی، اړمنو کسانو لپاره د کور برابرولو یو بل مهم ګام

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۹/۲۹ - ۱۳:۳
کابل

قطر استوګنیز ښارګوټي د رغولو قرار داد د الغرافې خیریه موسسې او ساختماني شرکتونو ترمنځ د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د مشرتابه په حضور د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په کابل سرینا هوټل کې لاسلیک شو.

ياد ښارګوټی چې په کابل ښار کې یو له مهمو ښارګوټو څخه شمیرل کیږي، د الغرافې خیریه موسسې د شاوخوا ۱۱۰ میلیون امریکایي ډالرو په مالي مرسته جوړیږي.

د غونډې په ترڅ کې د الغرافې خیریه موسسې اجراییوي رئیس محترم شاهد جواد الله رخا د ځمکې د انتقال او د ښارګوټي تفصیلي پلانون د جوړولو په برخه کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له بېدریغه همکارۍ مننه وکړه او د یادې پروژې د ښه تطبیق په پار ژمنه وکړه.

ورپسې، د ښار جوړولو او ځمکو وزیر محترم محمود کرزی د قطر استوګنیز ښارګوټي جوړېدل یې د جمهور رئیس له ژمنو څخه یاد کړ او د دې مهمې پروژې د تطبیق په برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

همدارنګه، د ښارجوړولو او ځمکو وزیر د الغرافې خیریه موسسې له مسوولین وغوښتل د لیوالتیا په صورت کې دا وزارت چمتو ده چې د هېواد په هره سیمه کې د پانګونې په موخه دولتي ځمکه د دوی په واک کې ورکړي.

په همدې ترتیب، د اقتصاد او ارشاد، حج او اوقافو وزیرانو د الغرافې خیریه موسسې له دې اقدام څخه مننه وکړه او د دې پروژې د اقتصادي ارزښت په اړه د خبرو ترڅنګ، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت نقش یې د قطر استوګنیز ښارګوټي د احداث په برخه کې مهم وباله.

په پای کې، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د مسکن چارو تنظیم مرستیال ښاغلی عزیز احمد ګلستاني د قطر استوګنیز ښارګوټي د جوړولو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل او د دې پروژې پلي کېدل یې د دولتي ځمکو څخه د سمې استفادې یو ښه بیلګه وباله.

قطر استوګنیز ښارګوټی په ۳۲ جریبه ځمکه د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې جوړیږي. د تفصیلي پلان پر اساس، په دې ښارګوټي کې اته ۱۲ پوړیزه استوګنیز بلاکونه، درې ۷ پوړیزه تجارتي بلاکونه، یو جومات، دو ښوونځي، یو دارالایتام او دوه ۵ پوړیزه تجارتي مرکزونه په پام کې نیول شوي چې په تطبیق سره به یې اړمنو کسانو ته د ښې استوګنې زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۶:۶
Background image

په کندهار ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۲۶

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست ، د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه د ښار د ۱۵مې ناحیې له بېلابېلو ودانیزو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د الحافظ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۲۷
Background image

په ایبک ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۴۴۷/۱۱/۲۶

د سمنګان ولایت د ایبک ښار په بېلابېلو پلان لرونکو ساحو کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه دتخنیکي ټیم له لوري ساحوي څارنه ترسره شوه.

د څارنې پر مهال هغه ودانیزې پروژې چې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۱:۳۰
Background image

په ننګرهار کې د څو ښارګوټو تخنیکي چارې بشپړې او د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر چټک شوی

۱۴۴۷/۱۱/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له لوري استول شوو تخنیکي ټیمونو د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په همغږۍ او همکارۍ، د یو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت