د قالین اوبدونکو د ښار ګوټو د بیا رغونې په تړاو خبرې وشوې
1444/09/06
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښار جوړولو د عمومي ریاست چارسمبالي محترم علي جان روزي د قالین اوبدونکو د ښار ګوټو د یادو ښارګوټو د مسؤل په شتون کې د قالینو د صادروونکو د ټولنې له مسؤلینو ناسته وکړه او د یادو صنعتي او هستوګنیزو ښارګوټو د بیا رغېدو پر لارو چارو یې خبرې وکړې.
د قالین اوبدلو د صنعتي او هستوګنیز ښارګوټو له بیا رغونې موخه دا ده چې څنګه کېدای شي یاد صنعت ته وده ورکړل شي، خلکو ته د کار کولو زمینه برابره شي، د صنعتي فعالیتونو لپاره مناسب چاپېریال رامنځته شي او په توله کې ټولنیزه او اقتصادي وده رامنځته شي.
دواړو لوریو د یادو ښارګوټو پر ژر بیا رغونې او فعالیت ټینګار وکړ او اړوندو کسانو ته لازمې لارښوونې وشوې، چې په تړاو یې هڅې او چارې ګړندۍ کړي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/
پته: دریم مکروریان، ازادي مطبعه ته مخامخ، د کور او ښار جوړولو وزارت.