د فراه ښار د ستراتېژیک انکشافي پلان اصلاحي بڼه تائید شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۴:۴۰
فراه انکشافي پلان

۱۴۴۷/۷/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر، الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د فراه ښار د ستراتېژیک انکشافي پلان پر اصلاحي نسخه د تائید لاسلیک وکړ.

د یاد پلان له مخې به د فراه ښار ښاري پراختیا په منظم، معیاري او دوامدار ډول تنظیم او پر مخ یووړل شي.

د فراه ښار د ستراتېژیک انکشافي پلان منظوري به دا زمینه برابره کړي، چې دغه ښار د ښاري اصولو او معیاري نقشو له مخې پراختیا ومومي، د استوګنې، سوداګریزو، خدماتي او شنو ساحو ترمنځ توازن رامنځته شي او خلکو ته د ژوند لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

د یاد پلان پلي کېدل به د فراه ښار د نفوس د زیاتوالي، اقتصادي فعالیتونو او راتلونکو اړتیاوو ته په کتو، د بې‌نظمې پراختیا مخه ونیسي او د ښاري خدمتونو د ښه والي، سړکونو، عامه تاسیساتو او بنسټیزو زیربناوو د پراختیا لپاره به یو روښانه چوکاټ رامنځته کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، ټینګار کوي چې د پلانونو د جوړولو په مهال دې د ځمکو اهمیت، د پلان ارزښت او د خلکو اړتیاوې په بشپړه توګه په پام کې ونیول شي، ترڅو د ځمکو مدیریت په سالمه بڼه ترسره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت