د فاریاب ولایت په اقینې بندر کې د ګمرک ریاست د ځمکو د تثبیت او کروکي جوړولو چارې پیل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۹:۱۲
فاریاب

۱۴۰۵/۱/۲۸

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم، د آقینې بندر د ګمرک ریاست د ځمکو د تثبیت، د کروکي د ترتیب او د مختصاتو د اخیستنې په موخه د سروې چارې پیل کړې.

تخنیکي ټیم د یادو ځمکو د کره تثبیت لپاره د ټوټل سټېشن ماشین په وسیله د ساحې مختصات اخیستي دي، چې شاوخوا «۳۴،۲۴» جریبه ځمکه په کې شامله ده.

اوس مهال د یادې ساحې د کروکي او نقشې پر ترتیب عملي چارې روانې دي، چې له بشپړېدو وروسته به د اړوندې ادارې د ملکیتونو کره حدود او تخنیکي معلومات تثبیت شي.

د دولتي ځمکو د تثبیت، کروکي جوړولو او د دقیقو مختصاتو اخیستنه د ښاري مدیریت یو مهم اصل دی، چې د ځمکو د قانوني تثبیت، د شخړو د مخنیوي او د پروژو د منظم تطبیق لپاره اساسي رول لري.

 د دغو چارو ترسره کول د اداري شفافیت، د ملکیتونو د دقیق ثبت او د راتلونکو پرمختیايي پلانونو د پلي کېدو لپاره مهم بنسټ برابروي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۴
Background image

د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

د یاد ښارګوټي په پخواني. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

په قلعه نجارا کې د ساختماني چارو د قانوني وضعیت ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د قلعه نجارا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۱:۲۳
Background image

دمیدان وردګ په چک ولسوالۍ کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۵/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای اېس ریاست تخنیکي ټیمونو د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ په دشت توپ سیمه کې د کډوالو ښارګوټي د جوړولو په موخه د ۱۳۰۰ جریبه ځمکې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت