د غزني ښار شمس العارفین زیارت ته څېرمه د سړک کانکریټ اچونې له چارو څارنه وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۱:۵۱
غزني

۱۴۴۷/۰۳/۳۰

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخننیکي ټيم د غزني ښار په شمس العارفین زیارت څنګ کې د سړک د کانکریټ اچونې له چارو څارنه وکړه.

ښاغلي مولوي منقي وویل، د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د پروژې ساختماني چارې نږدې بشپړې شوې دي، او د تطبیق کوونکي شرکت مسوولینو ته لارښوونه وشوه چې په منظم ډول تازه اچول شوي کانکریټ ته اوبه ورکړي، د ساحې پاک کاري ترسره کړي او اضافه مواد له سیمې څخه انتقال کړي.

د نوموړي په خبره، د یاد سړک جوړېدو سره به د خلکو تګ راتګ اسانتیاوې ډېرې شي او د ښار ښکلا او معیاري جوړښت ته به وده ورکړل شي.

د یادولو وړ ده، چې په غزني ښار کې د شمس العارفین زیارت څنګ ته د دې سړک جوړېدل د ښار د ټرانسپورتي شبکې د پراختیا یوه مهمه برخه ګڼل کېږي. دغه پروژه به نه یوازې د سیمه ییزو اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې حل کړي، بلکې د ښار د عمومي پرمختګ لپاره به هم ګټوره وي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۹
Background image

د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو د چارو د ارزونې په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو.

د یاد سړک د جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې په تېره یوه اوونۍ کې په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د یوولسمې ناحیې په شنو ساحو کې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ښاري سرغړونو د رسیدګۍ او عامه پوهاوي آمریتونو تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت