د غزني ولایت د ۱۰۰ بستریز روغتون له رغنیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۰:۲
غزنی

۱۴۴۷/۲/۰۱

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ۱۰۰ بستریز روغتون د اعمار له روانو کارونو څخه نظارت وکړ.

ښاغلي مولوي متقي وویل، په دې پروژه کې د (۱) بلاک لپاره د کړکیو او دروازو د ښیښو د نصب چارې بشپړې شوې دي، خو د المونیمي دروازو د ښیښو نصب لا هم بشپړ شوی نه دی.

د نوموړي په خبره، د نظارت پر مهال، قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې د پروژې کارونه دې ګړندي کړي او پاتې فعالیتونه دې د نقشې، انجنیري مشخصاتو او منظور شویو احجامو مطابق، پر خپل وخت او د لازمي کیفیت سره بشپړ کړي.

یادولو وړ ده، چې د روغتون رغنیزه پروژه به د معیارونو او انجنیري اصولو له مخې تر دوامداره نظارت لاندې وي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت