د غزني اندړ ولسوالۍ لپاره تفصیلي پلان جوړ او تطبیق ته و سپارل شو

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۰:۳۷
غزنی اندړ ولسوالۍ

١٤٤٦/١١/١٠

دکور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمد الله نعماني رسماً د غزني اندړ ولسوالۍ لپاره جوړ شوى تفصيلي  پلان ګټې اخیستنې ته وسپاره.

به هغه مراسمو کی چې په همدې موخه جوړ شوى وو، د ریاست الوزرا محترم اداري مرستیال مولوي عبد السلام حنفي، داندړ ولسوالۍ د مجاهدينو د علم ډګر، عرفان او تصوف زانګو وبلله.

نوموړي د نورو ولسوالیو ترڅنگ داندړ ولسوالۍلپاره د تفصیلي پلان جوړولو یو ستر ګام یاد کړ چې ګټه به يې د خلکو په ژوند کې روښانه شي.

په ورته وخت کې، دکور او ښار جوړولو وزارت  محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني وویل، دغه ولسوالۍ د جهاد، مینې او اتلولۍ سيمه ده چې خلکو يې د اسلامي نظام تحقق لپاره قربانۍ ورکړيدي.

ښاغلي شیخ حمد الله نعماني وویل، د دغه پلان په تطبيق سره به په ياده ولسوالۍ کې ټولنيز، اقتصاد، فرهنګي او نور پرمختګ رامنځته شي.

نوموړي خلک وهڅول چې د ياد پلان په تطبيق کې همکاري وکړي او په ګډه د خنډونو د له منځه وړلو لپاره کار وکړي.

محترم سرپرست وزير وويل، دلته يې سروې ترسره کړې او هغه برخې چې بهسازۍ ته اړتيا لري، تر سره به يې کړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د ميري بازار يو با ارزښته تاريخي بازار ياد کړ او باور يې وښود چې د پلان په تطبيق سره به د پانګونې لپاره زمينه برابره شي.

هغه وويل، د ميري بازار به معياري شي، د خلکو ستونزې به تر يو بريده حل شي او د منظمې پراختيا لپاره به زمينه برابره شي.

په اخر کې محترم شيخ حمدالله نعماني وويل، ددې ځاى له خلکو ښې خاطرې لري، ژوند يې پکې کړى او د ارام او سوکاله ژوند هيله يې ورته وکړه.

د اندړ ولسوالۍ د قومي مشرانو په استازولۍ محترم حاجي محمد موسى سعادت له ورغلو مشرانو مننه وکړه چې خبره يې په تير کې ددغې له پامه لويدلې ولسوالۍ د معياري کولو لپاره هلې ځلې کړيدي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۴:۱۳
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۵

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د منظم او دوامداره نظارتي پروګرامونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۲:۴۱
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت مسلکي ټیم ارزګان ولایت ته د مهاجرینو په ښارګوټي کې د خط اچولو او نمرو توپیر په موخه واستول شول

۱۴۴۷/۱۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د ارزګان ولایت اړوند د مهاجرینو د ښارګوټي اصلاحي تفصیلي پلان تر ارزونې وروسته تائید او لاسلیک کړ.

ارزګ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۱۲
Background image

په بلخ ولایت کې د بهرنیو چارو ریاست د اداري او قنسلي ودانۍ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۵

په بلخ ولایت کې د بهرنیو چارو ریاست د اداري او قنسلي ودانۍ د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري څارنه ترسره شوه.

یاده ودانۍ د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت