د عصري ښاري پراختیا پر لور بل مهم ګام؛ د خوست نادرشاه کوټ ولسوالۍ تفصیلي پلان منظور شو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۶:۰
خوست

۱۴۴۷/۱۲/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر، الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له لوري د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند تفصیلي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته منظور شو.

یاد تفصیلي پلان، چې په ۱۶۹ جریبه ځمکه کې ډیزاین شوی دی، د سیمې د منظمې ښاري پراختیا او د عامه خدماتو د ښه‌والي په برخه کې مهم پرمختګ بلل کېږي.

دغه تفصیلي پلان د ښاري اصولو، معیاري انجینري معیارونو او د راتلونکو اړتیاوو له ارزونې وروسته ترتیب شوی، چې په کې د استوګنیزو، تجارتي، اداري او عامه خدماتو ساحې په منظم ډول ډیزاین شوې دي.

په یاد پلان کې د داخلي سړکونو معیاري شبکه، شنې ساحې، پارکونه، ښوونځي، جوماتونه، روغتیايي مرکزونه، د اوبو رسولو او فاضله اوبو ابتدایي سیستمونه، د برېښنا شبکې مسیرونه او د عامه تأسیساتو لپاره ځانګړې ساحې په پام کې نیول شوې دي.

د یاد تفصیلي پلان په عملي کېدو سره به د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د اوسېدونکو لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي، د خدماتو وړاندې کول به معیاري شي او سیمه به د منظم او عصري ښارګوټي بڼه خپله کړي.

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د معیاري تفصیلي پلانونو ترتیب او تطبیق د دوامدارې ښاري پراختیا، اقتصادي ودې او د خلکو د هوسا ژوند لپاره اساسي اړتیا بلل کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۴:۵۷
Background image

په کابل ښار کې د نقلیه وسایطو د تم‌ځایونو د جوړولو لپاره، د لوړو ودانیو له مالکانو سره خبرې وشوې

۱۴۴۸/۲/۶

په کابل ښار کې د تګ راتګ په مهال د موټرو ګڼه ګوڼه او د تمځایونو کمښت، هغه ستونزه ده چې خلک ورسره لاس او ګرېوان دي.

د همدې ستونزې د حل لپاره د هېواد په کچه د بېلا بېلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۴:۴۲
Background image

تهیه و تدارک 39 قلم رنگ باب(کارتریج)مورد ضرورت وزارت شهرسازی و مسکن سال مالی 1405

اطلاعیه تصمیم اعطای قرارداد

بدینوسیله به اطلاع عموم داوطلبان رسانیده میشود که وزارت شهر سازی و مسکن در نظر دارد تا تهیه و تدارک 39 قلم رنگ باب(کارتریج)مورد ضرورت وزارت شهرسازی و مسکن. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۴:۳
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د بېلابېلو رغنیزو پروژو د کیفیت او لابراتواري چارو څارنه وکړه

۱۴۴۸/۲/۶

د کور او ښار جوړولو وزارت، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د بېلابېلو رغنیزو پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څخه تخنیکي څارنه وکړه، ترڅو د پروژو کیفیت او چارې له ټاکل شویو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت