د عرفاني سړک او د کابل سيند حريم زيانمنو او د شهر دوبۍ هوټل د شهيدانو وارثينو په وړاندې  د حکومت ژمنه سر ته ورسېده

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۸/۱۱ - ۱۵:۱۹
کابل

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم محمد جواد پيکار د کابل له والي محترم محمد يعقوب حيدري او د کابل ښاروال محترم احمد ذکي سرفراز په ګډون له يو شمېر رئيسانو او کارکوونکو سره يو ځای د سردار محمد داوود خان په ښارګوټي کې د عرفاني سړک او د کابل سيند زيانمنو او د شهر دوبۍ هوټل د شهيدانو وارثينو ته د استوګنيزو نمرو وېش پيل کړ.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست له خپل ملګري پلاوي سره يو ځای د شهيد سردار محمد داوود خان له ښارګوټي ليدنه وکړه او بيا يې د کابل والي او ښاروال په شتون کې د نمرو د خط اندازۍ پرانېسته وکړه.

محترم محمد جواد پيکار وويل، د کابل ښار د شهر دوبۍ پېښې د شهيدانو وارثينو او د عرفاني سړک او کابل سيند زيانمنو ته يې د افغانستان اسلامي جمهوري رياست عالي مقام په لارښوونه د استوګنيزو نمرو دا وېش پيل کړی او ټاکل شوې چې هر زيانمن ته دوه بسوې ځمکه په سردار محمد داوود خان ښارګوټي کې ورکړل شي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست د نمرو د وېش په پروسه کې پر شفافيت او د دې پروسې د تطبيق لپاره د يوې روښانه کړنلارې پر جوړېدو ټينګار وکړ.

د شهيد سردار محمد داوود خان ښارګوټی چې ۲۴۰ جريبه ځمکه يې نيولې د کابل ښار د کوه قروغ سيمې اړوند په شادمان قريه کې موقعيت لري. په دې ښارګوټي کې ۸۸ جريبه ځمکه د استوګنې لپاره او نوره يې د تفريحي پارکونو او خدماتي سيمو لپاره ځانګړې شوې ده. 

ټاکل شوې د دې ښارګوټي له ۴۷۷ نمرو څخه ۲۵۰ يې د عرفاني سړک زيانمنو ته، ۱۰۰ نمرې د شهر دوبۍ هوټل د شهيدانو وارثينو ته او ۱۲۷ نمرې د کابل سيند د حريم زيانمنو ته وويشل شي.

د دې ښارګوټي تفصيلي پلان د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له‌خوا ترتيب شوی او ټاکل شوې چې د زيربناسازۍ چارې يې د ښاروالۍ له‌خوا ترسره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۱۸
Background image

د فراه ښار له لومړۍ تر اتمې ناحیې پورې د سړکونو د ویالو د ډبرکارۍ له پروژې څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۱۷

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د فراه ښار له لومړۍ تر اتمې ناحیې پورې د سړکونو د ویالو د ډبرکارۍ له پروژې څخه ساحوي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۴۲
Background image

د کور او ښار جوړولو انسټیټیوټ کې د پروژو مدیریت لس ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

۱۴۴۸/۵/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند انسټیټیوټ کې د دغه وزارت د تخنیکي کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو او د پروژو د مدیریت په برخه کې د هغوی د پوهې او مهارتونو د پیاوړتیا په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۴:۲۱
Background image

په پروان ولایت کې د ۳۰ متره سړک د دواړو غاړو د موازي کرښو د ټاکلو توپوګرافي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۵/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌ ای‌ اېس ریاست تخنیکي ټیم د پروان ولایت په مرکز کې د پوهنتون له درې‌لارې څخه د هوفیان له سیمې هاخوا پورې د ۳۰ متره سړک د دواړو غاړو د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ کال ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت