د صنعتي پارکونو په تړاو د تفصیلي پلانونو جوړولو، او تطبیق کولو برخه کې نظریات تبادله شول

۱۴۴۴/۱۲/۰۸
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، د صنعت او سوداګرۍ محترم سرپرست وزیر الحاج نورالدین عزیزي سره وکتل او د صنعتي پارکونو د تفصیلي پلانونو جوړولو، تطبیق کولو او څارنې برخه کې یې خبرې وکړې.
په دغه ناسته کې چې د دواړو محترمو وزارتونو متخصصینو او مسلکي مسؤلینو ګدون کړی وو، د صنعتي پارکونو او د ښارجوړولو قوانینو او ترمنځ یې د نه مداخلې برخه کې ګټور نظریات وړاندې شول.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني وویل، د کور او ښار جوړولو وزارت له مهمو دندو دا هم ده ، چې د بېلا بېلو اداراتو د اړتیا او غوښتنې سره سم هر اړخیز پلانونه جوړوي، چې د پلي کېدا په موخه یې بېرته اړوندې ادارې ته سپاري، خو بیا هم د عمل برخ کې له خپل جوړ کړي پلان څارنه کوي چې سرغړونه رامنځته نه شي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.