د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د شته ستونزو پر حل خبرې وشوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۲ - ۱۱:۲۵
صنایع سبز

۱۴۴۶/۰۸/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي، په خپل کاري دفتر کې په صنایع سبز صنعتي ښارګوټي کې د تولیدي فابریکو مالکینو او پانګوالو سره وکتل او پر یو شمېر مهمو موضوعاتو یې خبرې وکړې.

هلته په صنایع سبز صنعتي ښارګوټي کې شته پانګوالو د دغه ښارګوټي د ستونزو د حل په تړاو غوښتنه وکړه چې، د پلان تطبیق، د تګ راتګ لارو اباد ول، برېښنا، زرغونه ساحه، پارک، کلنېک، مسجد او نور مهم ځایونه باید اباد او کار کوونکي ترې ګټه پورته کړي.

د دې ترڅنګ ځینې نورې تخنیکي او حقوقي ستونزې یادې شوې چې، د پانګوالو په وینا حل به یې په تولید او نورو چارو کې اغېزمنه چټکتیا رامنځته کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي راغلو پانګوالو ته ډاډ ورکړ چې، د شته ستونزو د حل لپاره به یې کوټلي ګامونه پورته کړي.

ښاغلي محمد ارسلاح خروټي وویل، د کور او ښار جوړولو وزارت د پلانونو له تطبیق څارنه کوي او د پانګوالو ملاتړ کوي چې، دغه برخه کې به اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړي، تر څو لاس په کار شي او د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي ستونزې حل کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې کوي چې، د پانګوالو ستونزې حل کړي، داخلي تولیداتو کچه لوړه شي او خلکو ته د کار کولو زمینې برابرې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت