د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ د تفصیلي اصلاحي پلان ارزونه وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۵:۲
خوست

۱۴۴۷/۰۸/۲۲

د خوست ولایت د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ تفصیلي اصلاحي پلان د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو د محترم مرستیال، شیخ مدار علي کریمي بامیاني، په مشرۍ د اړوندو ریاستونو د ګډې تخنیکي کمېټې له لوري د هر اړخیزو تخنیکي ارزونو، حقوقي څېړنو او اداري ملاحظاتو تر چتر لاندې وارزول شو.

یاد تفصیلي اصلاحي پلان د ولسوالۍ د ښاري پراختیا د منظم مدیریت، د غیرپلاني ابادیو د مخنیوي، د ځمکو د سالم استعمال او د معیاري ښاري چوکاټ د رامنځته کولو په موخه ترتیب شوی دی. د ارزونې پر مهال د پلان محتوا، تخنیکي نقشې او وړاندیز شوې زون‌بندي په تفصیل سره وڅېړل شوه، چې له مخې یې د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ ساحې د استوګنې، سوداګریزې، عامه تاسیساتو، شنو ساحو، کرنیزو ځمکو او خدماتي زونونو په توګه تنظیم شوې دي.

د ارزونې په بهیر کې د انجنیري معیارونو، ښاري اصولو، حقوقي ملاحظاتو، تخنیکي نقشو او اړوندو قوانینو د تطابق کچه وارزول شوه، څو د اوسېدونکو د استوګنې چاپېریال خوندي، منظم او د راتلونکو اړتیاوو سره سم وي.

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوندو ریاستونو ټینګار وکړ، چې د تفصیلي اصلاحي پلان د نهایي کېدو او تطبیق وړاندې به د تخنیکي سپارښتنو، قانوني ملاحظاتو او اداري اصولو بشپړ رعایت ته جدي پاملرنه وشي، تر څو بنسټیز ښاري خدمات پراخ، د ځمکو سرغړونې راکمې او د خلکو د ژوند کیفیت لوړ شي.

د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ د نفوس د زیاتوالي، ښاري پراختیا او د غیرمنظمې ابادۍ د پراخېدو له امله، د تفصیلي اصلاحي پلان اړتیا جدي شوې وه. له همدې امله، د کور او ښار جوړولو وزارت د اړوندو ادارو په همغږۍ دا پلان ترتیب کړ او د تخنیکي ارزونې لپاره یې د ګډې کمېټې له لوري تر بحث او ارزونې لاندې ونیوه، څو د ولسوالۍ راتلونکې پراختیا د ښاري اصولو، قانون او معیاري چوکاټ پر بنسټ تنظیم شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۹:۵۴
Background image

په غزني ولایت کې د رشیدانو ولسوالۍ د اداري تعمیر پروژې له چارو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۹

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي او نظارتي ټیم له لوري، د دغه ولایت د رشیدانو ولسوالۍ د ودانۍ له روانو چارو څخه څارنه ترسره شوه.

د څارنې په مهال په ساحه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۵:۳
Background image

د فراه ولایت د ښاروالۍ د درې پوړیزه هوټل له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۸

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د تخنیکي ټیم له لوري، د فراه ولایت د ښاروالۍ اړوند د درې پوړیزه هوټل د ودانۍ له روانو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

یاده. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۲:۴۳
Background image

د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ د میوو مارکېټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۸

د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري، د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ د ښاروالۍ اړوند د میوو مارکېټ د ودانیزو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

یاده پروژه چې د میوو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت