د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د ودانۍ د رنګمالۍ د کار تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۰:۲۹
سرپل

۱۴۴۷/۰۶/۰۸

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا محمد نور نوراني وايي چې د دې ریاست تخنیکي ټیم د شهیدانو و معلولینو چارو ریاست د اداري ودانۍ د بیروني رنګمالۍ د کار څخه څارنه تر سره کړه.

ښاغلي ملا نوراني وویل، په همدې موخه د کور او ښار جوړولوریاست له لوري یو تخنیکي هیئت ټاکل شوی و چې د ودانۍ د رنګمالۍ د کیفیت، تخنیکي اصولو او د کار د پرمختګ وضعیت یې له نږدې وکوت او اړوند اجراآت یې ترسره کړل.

تخنیکي هیئت د ودانۍ د بیروني رنګمالۍ پر چارو عمومي ارزونه ترسره کړې او د کار د کیفیت، د موادو د تطابق او د دوامدارۍ په برخه کې یې اړینې څېړنې کړې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۲۸
Background image

د فراه ولایت د امنیې قوماندانۍ د اداري تعمیر له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د فراه ولایت د امنیې قوماندانۍ د اداري تعمیر د اعمار له روانې پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د پروژې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۹
Background image

د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو د چارو د ارزونې په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو.

د یاد سړک د جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې په تېره یوه اوونۍ کې په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت