د شبرغان – دشت الوان پروژې د بریښنا ستنو د نصب، تثبیت چارې چټکې شوې دي
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلوولټ وارداتي بریښنا د انتقال پروژې د تطبیق چارو د چټکتیا په موخه تر اوسه په بلخ ولایت کې د بریښنا د ستنو د نصب لپاره ۵۱ سیمې تثبیت او مشخصې کړې دي.
د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د موندنو له مخې، په بلخ ولایت کې یادې ټولې سیمې دولتي دي. د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلوولټ وارداتي بریښنا د انتقال پروژه د جوزجان، بلخ او سمنګان ولایتونو څخه د بغلان ولایت دشت الوان سیمې ته انتقالیږي او په یادو ولایتونو کې د بریښنا د ستنو نصبولو لپاره د تثبیت چارې هم روانې دي.