د سرې میاشتې ښارګوټي له اوسېدونکو سره ناسته وشوه، ترڅو برخلیک معلوم شي

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۲۱
سره میاشت ښارګوټی

۱۴۴۷/۶/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د سرې میاشتې ښارګوټي له اوسېدونکو سره ناسته وکړه او په یاد ښارګوټي کې د ودانیزو چارو د څرنګوالي په اړه یې خبرې وکړې.

په لومړي ګام کې د یاد ښارګوټي اوسېدونکو خپلې ستونزې او غوښتنې شریکې کړې او د حل برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د سرې میاشتې ښارګوټي اوسېدونکو ومنله چې په دغه ښارګوټي کې له پیله تخلفات شوي، ښاري اصول او مقررات تر پښو لاندې شوي او ژمنه یې وکړه چې قانون ته به غاړه ږدي.

ورپسې د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ یادونه وکړه، چې هڅې یې پیل کړي، ترڅو په لومړي ګام کې د یاد ښارګوټي د ځمکې برخلیک معلوم کړي، چې په تړاو به یې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله پرېکړه کوي.

ښاغلي وزیر وویل، د ځمکې برخلیک معلومېدو سره سم به د یاد ښارګوټي لپاره د اصلاحي پلان پر جوړولو کار پیل کړي.

نوموړي وویل، امارت پر ولس شفقت کوي او ولس هم باید د خپل امیر اطاعت وکړي، قانون ته ژمن پاتې شي او په دغه برخه کې ښاري اصول رعایت کړي.

محترم مولوي نجیب الله حیات حقاني زیاته کړه، د کور او ښار جوړولو وزارت به له شفقت کار واخلي او پر هغه لارو چارو به غور وکړي چې د ولس هوساینه په کې رامنځته کېږي.

د قانون تطبیق، د عدالت پلي کول، پر ولس شفقت او د خپل ځان ګڼل، د امارت او ولسونو ترمنځ ګډ کار او همغږي نور هغه موارد وو، چې ښاغلي وزیر ترې یادونه وکړه او د ځان په ګډون یې وزارت ورته ژمن وباله.

د ناستې په وروستیو کې راغلو مشرانو ژمنه وکړه، چې ترڅو د کور او ښار جوړولو وزارت ورته اجازه نه وي کړې، د ابادۍ هېڅ نوع چارې به نه ترسره کوي او خپلو ژمنو ته به وفادار پاتې کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۲۸
Background image

د سرپل ولایت د الجهاد ولسوالۍ د اداري تعمیر له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۸

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري ټاکل شوي تخنیکي پلاوي، د ولسوالیو د تعمیرونو د جوړولو پروژو د څارنې په لړ کې، د الجهاد ولسوالۍ د اداري تعمیر د ودانیزې پروژې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۹
Background image

د فاریاب ولایت په میمنه ښار کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۸

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو اړوند تخنیکي ټيم د میمنې ښار د ملکي هوايي ډګر آمریت اړوند د مسجد شریف د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه ساحوي څارنه ترسره کړه.

د څارنې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۹:۱۷
Background image

سرپل ولایت کې د یو استنادي کانال د ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۸

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د یو استنادي کانال د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

د څارنې په ترڅ کې څرګنده شوه، چې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت