د سرپل ښار د ستونزو ارزونه وشوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۹ - ۱۵:۲
i

۱۴۴۳/۱۰/۳۰

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست مولوي حمدالله نعماني د سرپل ولایت له محترم مرستیال ملا محمد نادرحقجو او د دغه ولایت د ښار جوړولو او ځمکو محترم رییس محمد نور نوراني سره وکتل.

په دغه لیدنه کې لومړی د سرپل ولایت د شار جوړولو او ځمکو ریاست د فعالیتونو، لاسته راوړنو او ستونزو په اړه خبرې وشوې چې د بېلګې په توګه یې د ښاري پلان د تطبیق لپاره د ځینو ځمکو د استملاک او د ځمکو له غصب د مخنیوي موضوعات یادولی شو.

د سرپل مرستیال والي ښاغلي ملا محمد نادر حقجو د سرپل ولایت په اړه خبرې وکړې چې په تېر کې له پراختیا بې برخې پاتې شوی، ښاري پلانونه په سمه توګه نه دي عملي شوي، سړکونه یې نه دي جوړ شوي او داسې نورې ستونزې لري.

ورپسې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست مولوي حمدالله نعماني خبرې وکړې چې پر مهال یې د سرپل ولایت په اړه ډاډ ورکړ او هغه لارو چارو ته یې اشاره وکړه چې له امله یې د سرپل ولایت شته ستونزې تر یو بریده حل کېدای شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت