د سرپل ولایت د تعلیمي بنسټونو د ترمیم او ښاروالۍ د مارکېټ له ودانیزوچارو څارنه وشوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
سرپل

۱۴۴۷/۰۴/۲۷

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د ولایت د کمیټې په ملتیا د څلورو تعلیمي ودانیو د ترمیم او د ښاروالۍ د مارکېټ د بنسټونو د کانکریټ اچونې چارې وڅارلې، څو د کارونو کیفیت او شفافیت ډاډمن شي.

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا محمد نور نوراني وویل، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ولایت مقام د موظفې کمېټې په همکارۍ د څلورو تعلیمي بنسټونو د ترمیم او د ښاروالۍ د مارکېټ د بنسټونو د کانکریټ اچونې له چارو څخه لیدنه او څارنه ترسره کړه.

د نوموړي په خبره، په دې څارنه کې د امام یحیی ابن زید هلکانو لیسه، د شهید محمد امین هلکانو لیسه (د سوزمه قلعه ولسوالۍ اړوند)، د امهات‌المؤمنین د نجونو مدرسه (د تعلیمات اسلامي اړوند)، او د معارف ریاست د مرکزي ودانۍ شاوخوا د کانکریټ اچونې ساحه شامله وه.

د ملا محمد نور نوراني په وینا، د دې څارنې موخه د ترمیمي چارو شفافیت، د تعلیمي ودانیو د کیفیت ساتنه او د انجینري معیارونو د رعایت ډاډ ترلاسه کول دي. نوموړي زیاته کړه، چې اړوند قراردادي شرکت ته د کار د لا ښه کیفیت لپاره لازمې تخنیکي لارښوونې هم ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۶
Background image

په ترینکوټ کې د اوبو د ذخیرې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار اړوند د عامې روغتیا ریاست لپاره د اوبو د ذخیرې له جوړولو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د یادې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۳:۴۴
Background image

په ترینکوټ کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو شبکې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۴
Background image

د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو تخنیکي ټیم، د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر د اعمار له روانې پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د پروژې د ساختماني چارو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت