د ساتنې په موخه د کابل ښار د حشمت خان کول د ډنډ بررسي وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۹:۳۹
انځور

۱۴۴۴/۱۱/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د تاریخي ابداتو او پخوانیو ښارونو د ترمیم او ساتنې ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار اړوند د حشمت خان کول د ډنډ څخه لیدنه وکړه.

د حشمت خان کول سیمه تاریخي ارزښت لري او فرهنګي میراث ګڼل کیږي.

په دې وروستیو کلونو کې د کابل اړوند (حشمت خان کول) سیمه کې غیرې پلاني ودانۍ جوړې شوي او ځینې سیمې یې غصب شوي هم دي.

د حشمت خان کول سیمه ساتنې او جامع پلان ته اړتیا لري، تر څو راتلونکي کې هم یاده سیمه خپل تاریخي ارزښت حفظ کړي او د غصب له ګواښ وژغورل شي.

د حشمت خان کول؛ لکه د شهدای صالحین، بالای حصار، او د بابر کورنۍ مقبرې، په افغانستان کې خپل تاریخي ارزښت لري.

د حشمت خان کول ډنډ د مهاجرو مرغانو د اوسیدو تم ځای هم دی او د هغه الوتونکو مرغانو لپاره تر ټولو مهمه لار او تم ځای دی چې له هند څخه د سایبریا په لور خوځښت کوي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۳:۳۵
Background image

په کندهار کې د طبعي پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست له ودانیزو چارو څارنه وشوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۲۰

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي  عبدالمتین سعید وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري تعمیر له ودانیزو چارو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۰:۴۴
Background image

په پنجشیر کې د افغانستان بانک د ودانیزې پروژې چارې و څارل شوې

۱۴۴۶/۱۲/۲۰

د پنجشیر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر فهیم نورزاد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د افغانستان بانک د امریت په غوښتنه د یاد بانک له ودانیزو چارو څارنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات پوهنتون له رغنیزو چارو څارنه وشوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۲۰

د هرات ولایت د کور او ښا جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د هرات پوهنتون له رغنیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي انجنیر اکبري وویل. . .

BACK TO NEWS