د زابل ولایت د ټولو ولسوالیو لپاره اداري تعمیرونه جوړېږي
۱۴۴۵/۱۱/۹
په پام کې ده چې د زابل ولایت د ټولو ولسواليو لپاره اداري تعمیرونه جوړ شي.
د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا دادګل مسلم وايي، د دې ریاست انجنیرانو د یاد ولایت د ټولو ولسوالیو لپاره د اداري تعمیرونو تخنیکي چارې بشپړې کړې دي.
د زابل ولایت د محترم مقام په غوښتنه په 365 متره ځمکه کې د اداري تعمیر یوه نقشه ترتیب شوې ده چې 16 اداري خونې، پخلنځی او تشنابونه په دوه پوړونو کې ډیزاین شوې دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ادارو په غوښتنه د تعمیرونو لپاره نقشې طرحه او ترتیبوي.