د زابل ولایت  د کابل ۔ کندهار د لویی لارې د شاه جوی ولسوالۍ د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
زابل

۱۴۴۷/۴/۱۸

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا داد ګل مسلم وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري یې د زابل ولایت د کابل ۔ کندهار د لویې لارې د شاه جوی ولسوالۍ د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلی ملا مسلم وایي، د څارنې پر مهال د مسجد شریف په ځینو برخو کې د سپټیک څاه د سیخ تړلو د منارو د سیخ تړلو او قالب تړلو، د مسجد شریف داخلي او بیروني پلستر کولو او د بام عایق (د خښتو ټوټې ۔ نرمه سمنټي مصاله) د ملا امام د اطاقونو د خښتو لګولو چارې روانې وې.

نوموړی وایي، تخنیکي ټیم یې قراردادي شرکت ته سپارښتنه او لارښوونه وکړه، چې د مسجد شریف ټول کارونه باید د نقشې، قرارداد او کاري پلان سره سم په ټاکلي وخت چارې پر مخ یوسي.

د کور او ښار جوړولو وزارت په پروژو کې د کیفیت او کمیت پر خوندیتوب ټینګار لري او هڅه کوي چې چارې د شرطپاڼې مطابق په ټاکلي وخت سرته ورسېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۶
Background image

په ترینکوټ کې د اوبو د ذخیرې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار اړوند د عامې روغتیا ریاست لپاره د اوبو د ذخیرې له جوړولو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د یادې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۳:۴۴
Background image

په ترینکوټ کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو شبکې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۴
Background image

د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو تخنیکي ټیم، د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر د اعمار له روانې پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د پروژې د ساختماني چارو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت