د راستنېدونکو مهاجرو د استوګنې بلاکونو د پروژې له روانو چارو هر اړخیزه څارنه ترسره شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۴۰
میدان وردګ

۱۴۴۷/۹/۱۴

میدان وردګو ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم د راستنېدونکو مهاجرو د استوګنې بلاکونو د جوړولو پروژې له روانو چارو تخنیکي او ساحوي څارنه ترسره کړه.

موخه یې د کار کیفیت ارزونه، د انجنيري معیارونو رعایت او د پروژې د پرمختګ معلومول وو.

یاده څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي او د انکشافي پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په همغږۍ ترسره شوه.

د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د یادو بلاکونو لپاره د سپټيک څاه د فرش د سیخ تړلو چارې په بشپړ ډول پای ته رسېدلې دي.

دغه پړاو د تخنیکي مشخصاتو له مخې اجرا شو او د اړوندو انجنیرانو له لوري تائید شو.

دغه راز، د فرش د قالب تړلو چارې په چټکۍ سره روانې دي او تخنیکي ټیم لازمې سپارښتنې وکړې، څو د کانکرېټ اچولو لپاره ټول شرایط په معیاري ډول برابر شي.

ټاکل شوې چې د نوموړي فرش د (RCC) کانکرېټ اچولو هم ترسره شي، چې په مهال به یې د کیفیت کنټرول ځانګړې پاملرنه وشي، څو د پایښت، استحکام او تخنیکي معیارونو رعایت یقیني شي.

قراردادي ټیم ته لارښوونه وشوه چې پاتې چارې هم د منظور شوې نقشې، تخنیکي طرزالعمل او ټاکل شوي مهالوېش مطابق پر مخ یوسي، څو پروژه په معیاري ډول او پر وخت بشپړه شي.

یاده پروژه د راستنېدونکو مهاجرو لپاره د مناسبې سرپناه برابرولو په موخه پلي کېږي، چې په بشپړېدو سره به لسګونه کورنۍ له بنسټیزو استوګنیزو اسانتیاوو برخمنې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت