د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري او ساختماني سرغړونو ارزونه وکړه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۹:۵
جوزجان

۱۴۴۷/۰۲/۰۶

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست  محترم رئیس ملا عبدالله فیضان وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د اړوندو ادارو په ملتیا د (i) پروژې د تفصیلي پلان له مخې څارنه او ارزونه ترسره کړه.

ښاغلي ملا فیضان وویل، د څارنې پر مهال چې د مقام ولایت جوزجان، امنیه قوماندانۍ، شاروالۍ، د ټولګټو ریاست او د اوبو او انرژۍ ریاست استازي یې هم برخه وال وو، څرګنده شوه چې د(i)  پروژې په ځینو سیمو کې د تفصیلي پلان پر خلاف، د شنو ساحو په ځینو برخو کې د استوګنې نمرې ودانې شوې دي چې دا کار د ښاري اصولو او مقرراتو ښکاره سرغړونه ده.

د نوموړي په خبره، مسؤولینو د دغې سرغړونې د مخنیوي لپاره اړوند ساحې هر اړخیزې وڅېړلې او په هغو ځایونو کې چې نورې سرغړونې موجودې وې، کارونه یې درولي دي، همداراز د مسؤلینو څخه غوښتل شوي چې خپل قانوني اسناد د څارنې ټیم ته وړاندې کړي او ټول کارونه د پلان شوې نقشې سره سم له سره پیل کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت