د جوزجان ولایت د زرو فامیلو سړک د جوړولو له چارو څخه نظارت وشو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۳:۵۷
جوزجان

۱۴۴۷/۰۷/۱۰

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د شبرغان ښاروالۍ اړوند د زرو فامیلو د سړک د جوړولو له روانو چارو څخه څارنه وکړه.

په یاد نظارت کې د جوزجان ولایت کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس د اړوند  تخنیکي ټيم سره حضور درلود او د پروژې د تطبیق بهیر یې له نږدې وڅېړه.

د نظارت پر مهال د ویالو کیندنه، د ویالو سیخ ‌بندي، د شفتې کانکریټ اچونه او د سړک لنگرکاري د انجنیري معیارونو له مخې تر ارزونې لاندې ونیول شوه.

محترم رئیس د ساختماني شرکت مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د زرو فامیلو د سړک ټولې چارې د منظور شوې نقشې، د کاري حجم د براورد، تدارکاتي شرطنامې او د انجنیري او مهندسي نورمونو سره سم، په چټک او معیاري ډول پر مخ یوسي او د پروژې د عملي تطبیق ډاډ ورکړي.

همدارنګه، د پروژې د لا ښه والي او اغېزمنتیا په موخه د نظارتي انجنیر له لوري یو لړ تخنیکي نظریات او سپارښتنې هم وړاندې شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۲۱
Background image

په نوي کابل ښار کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د نوي کابل ښار د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونو او قانوني مراحلو تر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۵۳
Background image

د دایمي مېشتېدنې پروګرام چټک روان دی؛ د ځمکو وېش ۴۹ زره کورنیو ته ورسېد

 ۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، د تیرې شنبې په ورځ د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۸۱۸ راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۶
Background image

د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته تائید او لاسلیک شو.

یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت