د تهیه مسکن په پروژه کې د دوهم بلاک د اپارتمانونو او د متحده عربي اماراتو د ښارګوټي خبرتیا

org_admin
خبرتیا

خبرتیا

د کابل ښار د اوولسمې (17) ناحیې اړوند د تهیه مسکن په پروژه کې د دوهم بلاک د اپارتمانونو ټولو ګډونوالو ته خبر ورکول کېږي چې د  11/5/1405 نېټې څخه ، د پنځلسو (15) کاري ورځو په موده کې، د دې وزارت څخه خپل تعرفه ترلاسه او خپل ټول قسطونه تادیه کړي. که چېرې ټاکل شوې موده کې خپل مکلفیت ترسره نه کړي، امتیاز به مو لغوه شي او اپارتمانونه به یې نورو  وګړو ته ووېشل شي، او وروسته بیا د شکایت حق  نلري.

همدارنګه، د متحده عربي اماراتو د ښارګوټي کړنلارې له مخې، د شرعي قبالې تر ترلاسه کولو څخه  مخکې د ملکیت پېر او پلور او یا له یوه شخص څخه بل شخص ته د ملکیت انتقال جواز نه لري. هغه (521) بابه اپارتمانونه چې د 50٪ څخه کمه تحویلي کړې وي د استرداد وړ دي او د دې وزارت ملکیت ګڼل کېږي؛ له همدې امله، د هغو له هر ډول پېر او پلور څخه په جدي توګه ډډه وکړئ، د سرغړوونکي سره قانوني چلند کېږي.

----------------------------------

اطلاعیه

به اطلاع آنعده مشترکین آپارتمان های بلاک دوم پلانی تهیه مسکن واقع تهیه مسکن ناحیه (17) شهر کابل رسانیده میشود، در مدت (15) روز کاری اعتبار از تاریخ 11/5/1405مهلت داده میشود تا تعرفه را از این وزارت دریافت نموده و اقساط خویش را تحویل نمایند در غیر آن سلب امتیاز گردیده و آپارتمان های شان به متقاضیان دیگر توزیع میگردد آنگاه حق شکایت را ندارند.

همچنان مطابق شرطنامه و طرز العمل شهرک امارات متحده عربی خرید و فروش و انتقال ملکیت الی اخذ قباله شرعی از یک شخص به شخص دیگر مجاز نمیباشد 521 باب آپارتمان های که تحت 50% قرار دارند قابل استرداد و ملکیت این وزارت بوده از خرید و فروش آن جداً خودداری گردد در صورت تخطی مسؤلیت بعدی به دوش متخلف میباشد.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۵:۴۸
Background image

د شیخ زاید ښارګوټي د (۵۲۱) اپارتمانونو د استرداد په اړه خبرتیا!

د کور او ښار جوړولو وزارت د شیخ زاید ښارګوټي د هغو اپارتمانونو مالکانو ته خبر ورکوي، چې په خپل وخت یې پنځوس سلنه قسطونه نه دي تحویل کړي او د استرداد تر حکم لاندې راغلي دي، چې د یادو . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۵:۳۸
Background image

د شيخ زايد ښارګوټي د (۵۲۱) اپارتمانونو د استرداد په اړه وضاحت!

۱۴۴۸/۵/۱۰

د شيخ زايد ښارګوټي (١١١) بلاكونه، (٣٣٣٠) اپارتمانونو د تمویل موضوع په ١٣٩٢ كال کې بشپړه شوه، چې د ١٣٩٣/١/٣١ نېټه د پخوانۍ ادارې د ولسمشر په حكم او د جوړې شوې شرطپاڼې پر اساس . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۵۲
Background image

اطلاعیه تصمیم اعطای قرارداد پروژه ترمیماتی هنگرها برای دفاتر کاری داخل محوطه بنائی

بدینوسیله به اطلاع عموم داوطلبان رسانیده میشود که وزارت شهر سازی و مسکن در نظر دارد تا پروژه ترمیماتی هنگرها برای دفاتر کاری داخل محوطه بنائی دارای کود تدارکاتی MUDH/1405/NCB/W-2799 را . . .

Back to announcements

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ کال ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت