د تقنیني اسنادو د بیا کتنې کمېټې ناسته؛ د طرزالعملونو د عملي کېدو پر قانوني تطبیق ټینګار وشو

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۴:۵۹
وزارت شهرسازی و مسکن

۱۴۴۷/۰۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د تقنیني اسنادو د بیا کتنې او طی مراحلو کمېټې غونډه ترسره شوه.

په دې ناسته کې د وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست استازي د ښار جوړولو د قانون د مسودې، د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر بنسټ د ګلبهار سنټر د اپارتمانونو د کرایه ورکولو طرزالعمل، او همدارنګه د نظارت او تعقیب احکامو او فرمانونو عمومي ریاست د استعلامونو په اړه معلومات وړاندې کړل. نوموړي څرګنده کړه چې هغه اختلافات چې د کور او ښار جوړولو وزارت او د کابل ښاروالۍ ترمنځ موجود وو، حل شوي دي.

ور پسې د کور او ښارجوړولو وزارت د ښآري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني د ټولو طرزالعملونو د عملي کېدو پر قانوني بنسټ ټینګار وکړ او ویې ویل د ادارو او کارونو بنسټ د قانون پر تطبیق ولاړ دی.

نوموړي زیاته کړه چې باید په ټولو برخو کې د ظرفیت لوړونې او کارکوونکو د هڅونې لپاره جدي هڅې وشي، تر څو ټول مامورین د مسؤلیت او هڅې له روحیې سره خپلې دندې ترسره کړي او په ځانګړي ډول د ښاري چارو په برخه کې خلکو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.

د بحثونو او نظریو له تبادلې وروسته پرېکړه وشوه چې د ښار جوړولو د قانون د نهایي کېدو، د ګلبهار سنټر د اپارتمانونو د کرایه ورکولو طرزالعمل، او د نظارت او تعقیب احکامو او فرمانونو د عمومي ریاست د استعلامونو په اړه موضوعات دې له وړاندې کولو وروسته د وزارت مقام ته وړاندې شي، څو لازم تصمیم ونیول شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۲۵
Background image

جوزجان ولایت کې راستنو شوو مهاجرو کورنیو باندې استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۷/۱۱/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له حکم سره سم په یو شمېر ولایتونو کې پر راستنو شوو مهاجرو کورنیو د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر چټک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۹:۳۰
Background image

فراه ولایت کې راستنو شوو مهاجرو کورنیو باندې استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۷/۱۱/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له حکم سره سم په دې وروستیو کې یو ځل بیا پر راستنو شوو مهاجرو کورنیو د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۵۵
Background image

د نمیروز ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي لپاره اصلاحي تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د نیمروز ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند اصلاحي تفصیلي پلان منظور کړ.

دا مهم ګام د یاد ولایت د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت