د ترینکوټ ښار په ناحیو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه نظارت ترسره شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۲:۱۱
ترینکوت

۱۴۴۷/۰۷/۰۸

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخلفاتي ټیم له لوري د ترینکوټ ښار د ټولو ناحیو څخه نظارت ترسره شو.

یاد نظارت د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه ترسره شو، چې موخه یې د ښاري تخلفاتو مخنیوی، ارزونه او د ښاري پلانونو د تطبیق ډاډ ترلاسه کول وو.

د نظارت پر مهال ښاریانو ته لارښوونه وشوه چې خپل تاسیسات د ښاري پلانونو او د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام د طرزالعمل مطابق ترسره کړي.

همدارنګه هغو اشخاصو ته چې غوښتل یې په استوګنیزو نمرو کې سوداګریز دوکانونه جوړ کړي، عامه پوهاوی ورکړل شو چې دا ډول کړنې تخلف بلل کېږي او ټینګار وشو چې په استوګنیزو نمرو کې باید یوازې استوګنیز کورونه جوړ شي.

سربېره پر دې، د ښار اوسېدونکو ته د ښاري پلانونو اړوند معلومات وړاندې شول او د پلان مطابق شنې ساحې، استوګنیزې ساحې او سوداګریزې ساحې ورته په نښه او ور وپېژندل شوې.

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري نظم د ټینګښت، د ناقانونه تاسیساتو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د معیاري تطبیق په موخه د ښار په بېلابېلو ناحیو کې دوامدار نظارتونه ترسره کوي. دا چارې د ښاري سرغړونو د کمښت، عامه پوهاوي د لوړولو او منظم ښاري پراختیا لپاره بنسټیز اهمیت لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۹
Background image

د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو د چارو د ارزونې په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو.

د یاد سړک د جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې په تېره یوه اوونۍ کې په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د یوولسمې ناحیې په شنو ساحو کې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ښاري سرغړونو د رسیدګۍ او عامه پوهاوي آمریتونو تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت