د تخار هزار سموچ ولسوالۍ د ابو رسولو شبکې کار پای ته ورسېد
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د تخار ولایت د هزار سموچ ولسوالۍ د ابو رسولو شبکې رغنیز کارونه چې د احاطې دېوال، دوه د محافظینو خونې او یوه څاه پهکې شاملې دي بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل.
د اوبو رسولو دا شبکه د ۴ میلیون و ۸۲۳ زره افغانیو په ارزښت د یو کال په موده کې جوړه شوې چې له پلي کېدو سره یې د دې ولسوالیو د بېلابېلو سیمو د ابو څښلو د کمښت ستونزه حل او همداراز پاکو اوبو ته د کورنیو لاسرسي ته زمینه برابره شوې ده.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ټولګټو پروژې له پلي کېدو سره د خلکو ټولنیزو ستونزې له حل سره د دولت او خلکو تر منځ واټن کم او همداراز ښاري ودې ته مناسبه زمینه برابروي.