د تخار د ښار جوړولو رياست ودانۍ د جوړولو چارې له ۲۰ سلنه زیاتې پرمخ تللي

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۱/۱۶ - ۱۳:۱۶
تخار

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د تخار ولايت په تالقان ښار کې د ښار جوړولو رياست اداري ودانۍ د رغولو چارې ۲۸ سلنه پرمخ وړي او ټاکل شوې د راتلونکي کال په نيمايي کې يې بشپړې کړي.

دا ودانۍ په ۲۱۸ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړيز ډول چې يو سالون، يوه کاري خونه، دوه پخلن‌ځايونه او ۷ تشنابونه لري، د دولت له انکشافي بوديجې څخه په ۷ ميلیونه افغانيو رغول کيږي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په ولايتونو کې د دولتي او عامه ودانيو په جوړولو سره هڅه کوي چې په ادارو کې د مناسبې کاري چاپېريال په رامنځ‌ته کولو سره شته ستونزې حل او له همدې لارې خلکو ته د خدماتو په رسولو کې اسانتياوې رامنځته کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۵
Background image

په لغمان کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند د کاپرګلۍ په سیمه کې د مهاجرینو ښارګوټي د څښاک پاکو اوبو رسولو د لمریزې شبکې له چارو څخه د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۶
Background image

په کابل ښار کې د شنو ساحو د وضعیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د اته ‌متره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۵۳
Background image

په جوزجان کې د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي پلان لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د جوزجان ولایت د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي ښاري پلان د ترتیب لپاره د یادې ولسوالۍ د ساحې توپوګرافي سروې پیل کړې ده.

. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت