د تایمني پروژې د برېښنا شبکې د پلانونو تخنیکي نظارت ترسره شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۰:۳۶
کابل تایمني

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې ریاست اړوند د زیربنایي شبکو (برېښنا) د نظارت تخنیکي ټیم، د کاري پلان له مخې او د خپلو مخکینیو فعالیتونو په دوام، د تایمني پروژې د یوولسم جنکشن ، د برېښنا شبکې د پلانونو تخنیکي نظارت ترسره کړ.

د یاد نظارت پر مهال، د تایمني پروژې اړوند د برېښنا شبکې له مهمو بروجونو څخه، چې پکې د لومړي برج، اووم برج او تعدیلي برج شامل دي، تخنیکي ارزونه وشوه او د برېښنا د شبکې وضعیت د ټاکل شوو تخنیکي معیارونو له مخې وڅېړل شو.

دا نظارتونه د ښار په کچه د برېښنا کیبلونو د بې‌ نظمۍ د مخنیوي، د شبکو د حریم د ساتنې او د جاني او مالي خوندیتوب د کچې د لوړولو په موخه ترسره کېږي، یادې څارنې د اړوند ریاست په هدایت، په دوامداره او هدفمند ډول د کابل ښار په ټولو برېښنايي جنکشنونو کې دوام لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۹
Background image

د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو د چارو د ارزونې په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو.

د یاد سړک د جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې په تېره یوه اوونۍ کې په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د یوولسمې ناحیې په شنو ساحو کې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ښاري سرغړونو د رسیدګۍ او عامه پوهاوي آمریتونو تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت