د بکخیلو ولسوالۍ لپاره ځمکه مشخص او کروکي یې تر سره شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۱ - ۹:۵۴
پکتیکا

۱۴۴۶/۱/۲۶

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد وایي، د بکخیلو ولسوالۍ د مقام د ودانۍ لپاره ځمکه مشخص او کروکي یې تر سره شوه.

ښاغلي سیف الجهاد وویل، د پکتیکا ولایت د محترم مقام په غوښتنه یې د بکخیلو ولسوالۍ د مقام لپاره ځمګه د دې ریاست د انجنیرانو لخوا مشخص او کروکي یې تر سره شوه.

د نوموړي په خبره، تر دې مخکې د بکخیلو ولسوالۍ مقام په یوه شخصي ځمکه کې یو څه لرې موقیعت در لود، چې د نوي ودانۍ په جوړیدو به هم ولسونو ته نږدې وي او هم به د ولسوالۍ خپله شخصي ځمکه وي چې راتلونکې کې به د هر ډول ستونزو څخه خلاصه وي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د دولتي دارو په غوښتنه دولتي تعمیرونو لپاره نقشې ډیزاین کوي وروسته یې دوی ته اختیار کې ور کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۳:۵۶
Background image

د هېواد په کچه د پلان جوړولو برخه کې د کور او ښار جوړولو وزارت یو بل ستر ګام اوچت کړ

۱۴۴۸/۲/۱۰

ماسټر پلان، چې د ښار راتلونکې پراختیا په منظم او معیاري ډول رهبري کوي او د ځمکو سمه او اغېزمنه کارونه تضمینوي.

سربېره پر دې، د غیرپلاني او بې‌نظمې ودانۍ مخنیوی کوي او د نفوس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د لوګر ولایت د مهاجرینو لپاره د استوګنیز ښارګوټي پلان د کور او ښار جوړولو وزیر له لوري لاسلیک شو

۱۴۴۸/۲/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري، د لوګر ولایت د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د استوګنیز ښارګوټي جوړولو تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۹:۲۱
Background image

د لوی نظارت د الحاقیې ودانۍ او د مخابراتو وزارت د جومات د پروژو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، د لابراتوار محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیم د لوی نظارت د ودانۍ د الحاقیې او د مخابراتو محترم وزارت د جومات د ودانۍ له پروژو څخه څارنه وکړه.

د لوی. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت