د بلخ ولسوالۍ ښاري وضعیت او پراختیایي اړتیاوې و ارزول شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۳:۵۶
بلخ

۱۴۴۷/۰۸/۰۸

د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ د ښار ښاري وضعیت، پراختیايي بهیر او بنسټیزې ننګونې د تخنیکي ارزونې او تحلیلي څېړنې له لارې و ارزول شوې، د ترسره شوې ارزونې موخه دا وه چې د موجودو ښاري پلانونو اغېزمنتیا وڅېړل شي او د ښار د اوسنیو او راتلونکو اړتیاوو لپاره د مناسبې حللارې اړتیا تشخیص شي.

د ارزونې له مخې، بلخ ښار د تاریخي، فرهنګي او اقتصادي ارزښت ترڅنګ، په وروستیو لسیزو کې د نفوس د چټک زیاتوالي او فزیکي پراختیا شاهد پاتې شوی، چې له امله یې د ښاري خدمتونو، زیربناوو او منظم پلان جوړونې اړتیا زیاته شوې ده، موجود ښاري پلانونه د ښار له واقعي وضعیت سره بشپړ سمون نه لري او د غیرپلاني سیمو پراختیا، د ترانسپورتي ستونزو زیاتوالی، د شنو ساحو کمښت او د بنسټیزو خدماتو نارسایي یې له مهمو ننګونو څخه بلل شوې ده.

په ارزونه کې څرګنده شوې چې اوسنی ستراتیژیک پراختیایي پلان تر ډېره پر پخوانیو پلانونو ولاړ دی او نه شي کولای د ښار نوې اړتیاوې، اقتصادي بدلونونه او چاپېریالي ملاحظات په اغېزمن ډول تر پوښښ لاندې راولي، همدې موضوع د دې اړتیا لا پیاوړې کړې چې د بلخ ولسوالۍ د ښار لپاره یو نوی، جامع او معیاري ښاري پلان طرحه شي.

د ارزونې پایله دا ده چې نوی ښاري پلان باید د کره ساحوي معلوماتو پر بنسټ جوړ شي، د دوامدار ښاري پراختیا اصول پکې مراعت شي، د نفوس د ودې مدیریت، د زیربناوو پراختیا او د عامه خدمتونو تنظیم پکې په پام کې ونیول شي، تر څو د بلخ ښار منظم، متوازن او دوامدار پرمختګ تضمین شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۴:۲
Background image

د هېواد د هوایي ډګرونو د نقشو او تاسیساتو په اړه تخنیکي ناسته ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۸/۰۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت له عملیاتي مرستیال محترم مولوي فتح‌الله منصور سره د هېواد د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۳:۵۶
Background image

د بلخ ولسوالۍ ښاري وضعیت او پراختیایي اړتیاوې و ارزول شوې

۱۴۴۷/۰۸/۰۸

د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ د ښار ښاري وضعیت، پراختیايي بهیر او بنسټیزې ننګونې د تخنیکي ارزونې او تحلیلي څېړنې له لارې و ارزول شوې، د ترسره شوې ارزونې موخه دا وه چې د موجودو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۱:۱۰
Background image

په فراه ښار کې د سړکونو د ویالو د سنگ‌کارۍ پروژې چارې وڅارل شوې

۱۴۴۷/۰۸/۰۸

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د سړکونو د ویالو د سنگ ‌کارۍ پروژې چارې وڅارلې، دا پروژه چې شاوخوا ۲.۰۰۵ کیلومتره اوږدوالی لري،. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت