د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې د ۱۰ صنفي ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پېش ساخت قطعاتو د توليد فابريکې په مرسته د بغلان ولايت په دوشي ولسوالۍ کې د کيلهګي ۱۰ صنفي ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړولو چارې بشپړې کړې.
د ښوونځي لپاره دا ودانۍ په ۹۷۱ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړيز ډول د پوهنې وزارت له پراختيايي بوديجې څخه په شاوخوا ۲۵ ميليونه افغانيو رغول شوې ده.