د بغلان ولایت په مرکزي ولسوالۍ کې د سولې ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۹:۴۵
بغلان

۱۴۴۷/۲/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د بغلان ولایت د بغلان مرکزي ولسوالۍ اړوند د مصلحت ‌تپې په سیمه کې د سولې ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې چارې پیل کړې.

یاده سروې د سیمې د دقیقې مساحت معلومولو، د ځمکې د طبیعي وضعیت ارزونې او د ښارګوټي د پلان جوړونې لپاره د اړینو تخنیکي معلوماتو د راټولولو په موخه ترسره کېږي.

د دغې سروې له بشپړېدو وروسته به د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ د سولې ښارګوټي تفصیلي پلان ترتیب شي، ترڅو د ښاري پراختیا چارې د معیاري اصولو او تخنیکي معیارونو له مخې پرمخ ولاړې شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅه کوي چې د سروې او پلان جوړولو له لارې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د منظمې ښاري پراختیا، معیاري ښارګوټو جوړولو او دوامدارې ښاري ودې لپاره لازم بنسټونه برابر کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت