د بغلان ولایت د ډنډغوري ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي د توپوګرافي سروې بشپړه شوه
۱۴۴۸/۱/۶
د بغلان ولایت د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم له لوري د ډنډغوري ولسوالۍ په دشت خواجه الوان سیمه کې د «اتحاد (صلح)» د مهاجرینو ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې بشپړې شوې.
یاده سروې چې د ۲۹۱۱ جریبه ځمکې په مساحت ترسره شوې، د مهاجرینو لپاره د نوې استوګنیزې سیمې د جوړولو او پراختیایي پلان د ترتیب په موخه ترسره شوې ده.
د ترسره شوې سروې هدف د ښارګوټي د تفصیلي پلان د جوړولو لپاره د دقیقو تخنیکي، جغرافیایي او توپوګرافیک معلوماتو راټولول، د طرحې او ډیزاین لپاره زمینه برابرول او د راتلونکو برآوردونو لپاره د بنسټیزو معلوماتو چمتو کول بلل شوي دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د یادې ساحې ټول اړین معلومات ثبت کړي، څو د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې لپاره یو منظم، معیاري او پلان شوی ښارګوټی طرحه شي.
ټاکل شوې ده چې د راټولو شویو معلوماتو له تحلیل وروسته به د ښارګوټي د تفصیلي پلان د ترتیب، ډیزاین او عملي پړاوونو لپاره لازم تخنیکي اقدامات ترسره شي.
