د بغلان ولایت د فرهنګ ولسوالۍ د امنیې قوامندانۍ د تعمیر له رغنیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۵/۹/۱۵
د بغلان ولایت د کور او ښار جوړولو رئیس محترم مولوي محمد داود نقشبندي وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د دې ولایت د فرهنګ ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ د اداري تعمیر له رغنیزو چارو څارنه وکړه.
د ښاغلي نقشبندي په وینا، د دې ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د امنیې قوماندانۍ د تعمیر د رغنیزو چارو ټول اړخونه و څارل شول او قراردادي شرکت ته یې د چارو د لا ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
د کور او ښار جوړول وزارت تخنیکي ټیمونه په مرکز او ولایتونو کې د دولتي او غیر دولتي پروژو له رغنیزو چارو څارنه کوي، تر څو چارې په کیفیت، معیاري او مسلکي ډول تر سره شي.