د بدخشان کشم ولسوالۍ کې سوداګریز مارکېټ جوړېږي

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۸ - ۱۰:۴۴
badakhshan, keshm

۱۴۴۶/۰۱/۰۲

بدخشان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي ولی الله اللهي وایي، د بدخشان ولایت په کشم ولسوالۍ کې یو سوداګریز مارکېټ جوړېږي، چې دوی یې د څارنې مسؤلیت په غاړه لري.

ښاغلی مولوي ولي الله اللهي وايي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې یادې ولسوالۍ ته سفر وکړ، تر څو هلته د ذکر شوې ودانۍ له چارو څارنه وکړي.

دغه پروژه چې مالک یې د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ محترمه ښاروالۍ ده، دمګړۍ یې لومړنۍ ودانیزې چارې روانې دي، چې تر یو بریده سرته رسېدلي دي.

نوموړی وایي، انجنیرانو یې د یادې پروژې قراردادي شرکت مسؤلینو او انجنیرانو ته لازمې لارښوونې وکړې، چې په عملي کېدا سره به یې ودانیزې چارې معیاري او د پلان مطابق سرته ورسېږي.

د کور او ښار جوړولو وزارت په ولایتونو او ولسوالیو کې د پلان، نقشې او پروژو له ښه تطبیق څارنه کوي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۱۷
Background image

د استقلال ښارګوټي او الشفاء روغتون د پروژو د کیفیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم، کابل کې د استقلال ښارګوټي او الشفاء روغتون د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۳:۵۶
Background image

د هېواد په کچه د پلان جوړولو برخه کې د کور او ښار جوړولو وزارت یو بل ستر ګام اوچت کړ

۱۴۴۸/۲/۱۰

ماسټر پلان، چې د ښار راتلونکې پراختیا په منظم او معیاري ډول رهبري کوي او د ځمکو سمه او اغېزمنه کارونه تضمینوي.

سربېره پر دې، د غیرپلاني او بې‌نظمې ودانۍ مخنیوی کوي او د نفوس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د لوګر ولایت د مهاجرینو لپاره د استوګنیز ښارګوټي پلان د کور او ښار جوړولو وزیر له لوري لاسلیک شو

۱۴۴۸/۲/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري، د لوګر ولایت د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د استوګنیز ښارګوټي جوړولو تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت