د بامیان ولایت د څلورو ولسوالیو تفصیلي پلانونه جوړ او د تطبیق لپاره تسلیم شول
۱۴۴۷/۴/۴
د کور او ښار جوړولو وزارت، د ټول هېواد په کچه انډوله پراختیا رامنځته کوي، چې له مخې یې دا ځل د بامیان ولایت څلور ولسوالیو ته د تفصیلي او ستراتیژیکو پراختیایي پلانونو رسمي سپارنه ترسره کړه.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د بامیان ولایت د یکاولنګ، ورس، پنجاب او سیغان ولسوالیو لپاره نوي تفصیلي او ستراتیژیک جوړ شوي پلانونه، د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې اړوندو سیمه ییزو چارواکو ته رسمي وسپارل.
په مراسمو کې، د امارتي او سیمهییزو مقاماتو، د وزارت استازو او یو شمېر ټولنیزو فعالانو ونډه اخیستې وه، چې دغه ستر اقدام ترسره شو.
دغه پلانونه د کور او ښار جوړولو وزارت د تخنیکي ټیم له خوا د ساحې د تخنیکي سروې، ټولنیزو اړتیاوو او طبیعي شرایطو او نورو مطالعاتو په پام کې نیولو سره ترتیب شوي دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت تمه لري، چې د یکاولنګ، ورس، پنجاب او سیغان ولسوالیو لپاره جامع، متوازن او پرمختیایي تفصیلي پلانونه به، نه یوازې د اوسیدونکو د ژوند کیفیت لوړ کړي، بلکې د ښارونو منظم پرمختګ ته به هم لاره هواره کړي.
په دغو تفصیلي پلانونو کې د استوګنې، سوداګرۍ، اداري، صنعت، تفریح، ترانسپورت او نورو برخو ته مشخص ځایونه ټاکل شوي دي، چې د ښاري نظم، اقتصادي ودې، خدماتو ته د لاسرسي او چاپېریال ساتنې لپاره به اساسي چوکاټ برابر کړي.
د بامیان ولایت سیمه ییزو چارواکو د وزارت له دې ابتکار او هڅو هرکلی وکړ او دا یې د ولایت د دوامداره پراختیا په لور یو مهم ګام وباله.
