د باثباته اقتصادي او په خپلو پښو ولاړ افغانستان لپاره کار روان دی

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۱ - ۸:۵۲
فاریاب

۱۴۴۶/۱۱/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، په فاریاب ولایت کې د دغه ولایت اړوند له یو شمېر علماؤ او قومي مشرانو سره وکتل.

ښاغلي شیخ حمدالله نعماني وویل، موجوده نظام د امارت د مجاهدینو او د ولس په بې درېغه او هر اړخیزو قربانیو راغلی، چې د لا زیاتې پیاوړتیا په موخه یې د ولس او امارت ترمنځ ګډې همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا ده.

نوموړي وویل، اشغال ختم، خپلواکي او سوله راغله، د باثباته اقتصادي او په خپلو پښو ولاړ افغانستان لپاره کار روان دی او که خلک شکر وباسي، الله انعامات نور هم زیات کړي.

محترم سرپرست وزیر وویل، افغانستان د سیال کېدو په درشل کې دی او د هر ولایت علماء او قومي مشران دې د ټولنې د اصلاح او د ځوان قشر په سالمه روزنه کې خپل مسؤلیت اداء کړي.

هغه وویل، د پرمختللي افغانستان لپاره د ټولو مسؤلیت ګرځي، چې د عدالت د ټینګښت لپاره کار وکړي، اسلامي ارزښتونه بیان شي، د ټولنې اخلاق سم او ناوړه دودونه ختم شي.

ښاغلي نعماني زیاته کړه، استدلال او منطق باید وکارول شي، دین ته د خلکو پاملرنه زیاته شي، چې په خبره یې که پوهه زیاته شي د جرایمو کچه راکمېږي.

په اخر کې د فاریاب ولایت اړوند راغلو علماء کرامو خوښي څرګنده کړه او خپل مسؤلیت یې وباله چې د ټولنې د اصلاح لپاره به کار کوي، د اسلامي امارت ملاتړ ته به لا زیات کار کوي او اطاعت به کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت