د اټومي انرژۍ ادارې د جوړېدونکې ودانۍ د ستونزو د حل په موخه غونډه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۴:۲۹
وزارت شهرسازی

۱۴۴۷/۰۳/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي په مشرۍ  او د اړوندو ریاستونو په ګډون، د اټومي انرژۍ ادارې د ودانۍ د ستونزو د حل لپاره غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې، د مهندسۍ او ودانیو د ډیزاین ریاست، د برنامو د چارو د انسجام ریاست، د نظارت ریاست او د مالي ریاست مسؤلینو ګډون درلود، چې هر یو د ودانۍ د نقشو او د ترسره شوو کارونو په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي وویل، اړوند ریاستونه دې د ودانۍ نقشې په تخنیکي ډول وڅېړي او د تطبیق بهیر سره دې ورته والي ورکړي، څو یې له مخې تصمیم ونیول شي.

ښاغلي مرستیال غوښتنه وکړه چې اړوند ریاستونه دې راټول شوي معلومات په راتلونکې ناسته کې بیان کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د دولتي ادارو د غوښتنو پر اساس ودانیزې نقشې طرحه او ډیزاین کوي او د تطبیق لپاره یې اړوندو مراجعو ته سپاري، څو پروژې د انجینري معیارونو مطابق پر مخ ولاړې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۲۷
Background image

په کونړ ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي د پروژې له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۰۸

د کونړ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د خاص کونړ ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي له روانو ساختماني چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال وکتل شول چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۹:۴۱
Background image

په هرات کې د شینډنډ ښاروالۍ د کانال له کارونو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۰۸

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د شینډنډ ولسوالۍ د ښاروالۍ ودانۍ اړوند د دوه ‌طرفه کانال د جوړولو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د معلوماتو له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۳:۴۴
Background image

د فراه ښار د شپږمې او اوومې ناحې اړوند له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۰۷

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ۶ مې او ۷ مې ناحیو د هغو ساحو له روانو ساختماني فعالیتونو څخه څارنه وکړه چې کارونه پکې  روان ول.

په څارنه کې وکتل. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت