د اټمي انرژۍ ادارې د ودانۍ د رغنیزو چارو پر وړاندې شته ستونزې و ارزول شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۸ - ۹:۲۴
انځور

۱۴۴۴/۰۶/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال محترم شیخ مدار علي کریمي بامیاني د دغه وزارت د تخنیکی برخې له رئیسانو او د قراردادي شرکت له مرستیال سره خبرې وکړې، چې څنګه کېدای شي د یادې پروژې ستونزې حل شي.

په دغه ناسته کې د اټمي انرژۍ ادارې د تعمیر پر مالي او تخنیکي موضوعاتو بحث وشو او د (متون بابا) ساختماني شرکت مرستیال چې رغنیزې چارې یې په غاړه دي وویل، شرکت یې چمتو دی چې د پروژې د ستونزو له حل وروسته چارو ته دوام ورکړي او بشپړې یې کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال مدار علي کریمي وویل، د شته ستونزو د حل په موخه دې د پروژې اړوند ټول مخکیني اسناد او مدارک وکتل شي او ډېر ژر دې ستونزې ختمې او د پروژې د عملي کېدو په پار دې چارې پیل شي.

د یادولو وړ ده، چې د اټمي انرژۍ ادارې ۱۸ اتاقه تعمیر له ټولو ځانګړتیا سره، د متون بابا ساختماني شرکت ته له تحول مخکې په قرارداد ورکړل شوی و، چې د ځینو تخنیکي ستونزو له امله یې چارې په ټپه ولاړې وې.

___________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

پته: دریم مکروریان، ازادي مطبعه ته مخامخ، د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۲:۴۵
Background image

د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د پل محمود خان د استوګنیز او سوداګریز کمپلکس له پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د پل محمود. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۴۴
Background image

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د پنځم مکروریان ښارګوټي له پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د پنځم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۸:۳۹
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت ښاري سرغړونو ته د رسېدنې ریاست اړوند د تخلفاتو د مخنیوي او عامه پوهاوي تخنیکي ټیمونو له لوري، د دوامدارو څارنو په لړ کې د کابل ښار په درېیمه ناحیه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت