د اوسپنیز کانکریټ تخصصي دورې روزنیز پروګرام پیل شو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۴ - ۱۰:۴۶
انځور

۱۴۴۴/۰۶/۰۱

د کور او ښار جوړولو وزارت یو شمېر انجنیرانو ته د اوسپنیز کانکریټ تخصصي دورې د روزنې پروګرام پیل شو، چې شل ورځې به دوام وکړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن چارو رئیس ښاغلي سید عثمان سادات، دغه پروګرام ګټور وباله چې کولی شي د اوسپنیز کانکریټ د میتودونو او تګلارو زده کړې ترڅنګ په کې انجنیران یو له بل سره خپلې تجربې او نظرونه شریک کړي.

ورپسې د یاد ریاست کارکوونکي ښاغلي انجنیر حسیب کاشفي چې د اوسپنیز کانکریټ تخصصي دورې روزنه ورکوي، د بشري سرچینو له ریاست مننه وکړه، چې د پروګرام په پیلولو کې یې ورسره مرسته کړې او زیاته یې کړه، چې روزنیز موارد ډېر ګټور دي او کولی شي، چې په دغه برخه کې شته ستونزو ته تر یو بریده ځواب ووایي.

دغه راز د کور او ښار جوړولو وزارت د دفتر رئیس ښاغلي سید عبدالحق رحمتیار یادونه وکړه، چې ورته پروګرامونه د وزارت د کارکوونکو کاري ظرفیت لوړوي او هڅه به وکړي چې نور بېلا بېل روزنیز پروګرامونه هم چمتو کړي.

په پای کې د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي مشاور ښاغلي انجنیر یاسین هوتک وویل، ورته پروګرامونه کولی شي د وزارت اړوند انجنیرانو په تجربو کې زیادت راولي او چارې معیاري شي.

ښاغلي هوتک زیاته کړه، افغانستان یو اسلامي هېواد دی او باید د اسلامي ښارونو په رامنځته کولو کې د کور او ښار جوړولو وزارت بې درېغه هڅې وکړي او نړۍ ته ثابته کړي چې اسلامي ښارونو کې د ټولو اوسېدونکو لپاره حقوق او امتیازات په پام کې نیول کېږي او یوه ودانۍ بلې ته په زیان نه تمامېږي. 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۲:۴۵
Background image

د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د پل محمود خان د استوګنیز او سوداګریز کمپلکس له پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د پل محمود. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۴۴
Background image

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د پنځم مکروریان ښارګوټي له پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د پنځم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۸:۳۹
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت ښاري سرغړونو ته د رسېدنې ریاست اړوند د تخلفاتو د مخنیوي او عامه پوهاوي تخنیکي ټیمونو له لوري، د دوامدارو څارنو په لړ کې د کابل ښار په درېیمه ناحیه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت