د اندخوی ـ جوزجان پر مسیر د ورودي دروازې د ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۲/۰۲
د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د اندخوی ـ جوزجان پر مسیر د ورودي دروازې د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال د دروازې د خونې د خښتو اېښودلو چارې له نږدې وکتل شوې او څرګنده شوه، چې د پروژې کارونه د منظور شوې نقشې او انجینري معیارونو مطابق روان دي.
همدارنګه قراردادي شرکت ته لازمې تخنیکي لارښوونې وشوې، څو د پروژې ټول پړاوونه د ټاکل شوو اصولو او معیارونو له مخې ترسره او د هرې مرحلې اړوند معلومات له نظارتي انجینرانو سره شریک شي.
د پروژو دوامداره څارنه د دې لپاره ترسره کېږي، څو ټولې ودانیزې چارې په معیاري او منظم ډول پلې شي.
