د "امید سبز" ښارګوټي کې یو شمېر ښاري تخلفات په نښه شول

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۰:۳۵
کابل

۱۴۴۷/۳/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ټول هېواد په کچه له ښاري تخلفاتوړ د مخنیوي برخه کې جدي څارنې او ارزونې پیل کړي دي، چې سالمې ښاري پراختیا ته ژمنتیا څرګندوي.

د دغه وزارت اړوند، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د کابل په امید سبز ښارګوټي کې د ښاري نظم، منظمې پراختیا او د خلکو د هوساینې په موخه، خپلو تخنیکي او څارنیزو فعالیتونو ته دوام ورکړ، چې په پایله کې یې ځینې موارد په نښه شول.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، دغه څارنه او ارزونه، د منظور شوي تفصیلي پلان پر بنسټ، په دقیق، مسلکي او شفاف ډول ترسره شوه، ترڅو د ښاري اصولو خلاف کړنې وپېژندل شي او د حل لپاره یې لازم اقدامات تر سره شي.

نوموړی وایي، د سوداګریزو ساحو په مختلطو (سوداګریز او استوګنیز) بدلول، په استوګنیزو ساحو کې د ګدامونو جوړول، کم منزله ساحو کې د لوړو منزولو جوړول، په ساتوګنیزو ساحو کې د تولیدي فابریکو جوړولو او داسې نور هغه موارد په نښه شول، چې ښاري سرغړونې بلل کېږي.

تمه ده ، چې د یادې څېړنې بشپړ او هر اړخیز راپور به ډېر ژر د اړوندو ادارو سره شریک شي، څو د لازمو کړنو لپاره اړین ګامونه پورته شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د سالمې ښاري پراختیا، قانوني جوړښت او د خلکو د ژوند د کیفیت د لوړولو لپاره، له هېڅ ډول هڅې دریغ نه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۹
Background image

د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو د چارو د ارزونې په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو.

د یاد سړک د جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې په تېره یوه اوونۍ کې په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د یوولسمې ناحیې په شنو ساحو کې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ښاري سرغړونو د رسیدګۍ او عامه پوهاوي آمریتونو تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت