د امارتي شرکتونو خپلواکې ادارې د دوه ودانیو په اړه خبرې وشوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۱ - ۱۱:۴۳
وزارت شهرسازی

۱۴۴۶/۱۲/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي، په خپل کاري دفتر کې د امارتي شرکتونو خپلواکې ادارې له محترم اداري رئیس مولوي محمد بصیر ادبیار او د ملي پراختیا شرکت محترم استازي عبدالمنیب یاسر سره وکتل.

په دغه کتنه کې د کابل نهمې ناحیې اړوند سیمه کې د بنایي او افغني دستګاه د ودانیو په اړه خبرې وشوې.

یادې ودانۍ اوسمهال د کور او ښار جوړولو وزارت له دوه محترمو معینیتونو سره دي، چې کرایه یې ورکول کېږي.

د امارتي شرکتونو خپلواکه اداره غواړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت دې په بنایي کې د دوی اړوند ودانۍ تخلیه کړي او ځان ته دې بل ځای وګوري.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي وویل، اوسمهال وزارت خپله په کافي اندازه د ودانیو نشتون سره مخامخ دی او په دې لټه کې دی چې یو مناسب ځای پیدا او اړوند معینیت ور ولېږدوي.

ښاغلي مالي او اداري مرستیال وویل، موضوع به په راتلونکې رهبري ناسته کې مطرح کړي او په ګډه به یې په تړاو تصمیم ونیسي، ترڅو په دغه برخه کې د امیرالمؤمنین حفظه الله حکم پلي شي او د دواړو امارتي ادارو د کور او ښار جوړولو وزارت او د امارتي شرکتونو خپلواکې ادارې مکاني ستونزې حل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۶
Background image

په ترینکوټ کې د اوبو د ذخیرې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار اړوند د عامې روغتیا ریاست لپاره د اوبو د ذخیرې له جوړولو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د یادې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۳:۴۴
Background image

په ترینکوټ کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو شبکې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۴
Background image

د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو تخنیکي ټیم، د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر د اعمار له روانې پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د پروژې د ساختماني چارو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت