د افغانستان کرکټ بورډ له سیلاب ځپلو  سره خپله راټوله کړې مرسته، ځانګړې شوې کمېټې ته تسلیم کړه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۶ - ۸:۳۵
عکس

۱۴۴۵/۱۱/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د افغانستان ملي کرکت بورډ له راغلي پلاوي سره وکتل.

په دغه پلاوي کې د کرکټ ملي لوبغاړو هر یو محترم رحمت شاه زرمتی، محترم قیس احمد، د کرکټ بورډ استازی محترم محمد همایون شهاب او د کرکت بورډ نورو اړوندو محترمو مسؤلینو یې ملتیا کوله.

راغلي پلاوي له محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني سره په ناسته کې یادونه وکړه، چې د خپل ایماني او ملي احساس له مخې یې د خپلو سیلاب ځپلو هېوادوالو سره یاده مرسته چمتو کړې او غواړي چې د افغانستان اسلامي امارت د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام له لوري د ټاکل شوې کمېټې له لارې یې زیانمنو کورنیو سره د مرستې په پار مصرف کړي.

راغلي پلاوي وویل، معلوم مقدار افغانۍ یې د کمېتې له لوري د افغان ملي بانک په جوړ شوي ځانګړي بانکي حساب کې ټولې کړې او رسید چک یې د کمېتې مشر محترم شیخ حمدالله نعماني ته وسپاره.

په ناسته کې، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني چې د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام له لوري د سیلاب ځپلو او بې وزلو کورنیو سره د مرستې راټولولو او مصرفولو کمېتې مشر ټاکل شوی، د کرکټ بورډ له لوري راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، له سیلاب ځپلو سره د دوی له کړې مرستې مننه وکړه او د الله ج په دربار کې یې د قبولیت دعا ورته وکړه.

محترم شیخ حمدالله نعماني وویل، کرکت بورډ او ملي لوبغاړو تل له خپلو خلکو سره خواخوږي ښودلې، ولس ته یې خوشحالي ورکړې او همدا لامل دی چې دوی هم د هېوادوالو په زړونو کې ځای لري.

د کرکټ بورډ دغه مرسته شوې پیسې چې (۲،۲۷۰،۰۰۰) دوه میلونه، دوه سوه او اویا زره افغانۍ کېږي، چک دړه یې د دواړو ملي لوبغاړو محترم رحمت شاه زرمتي او محترم قیس احمد له لوري د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني ته وسپارل شوه.

نوموړي هیله څرګنده کړه چې د ملي لوبغاړو او کرکټ بورډ دغه د مرستې ډول د نورو لپاره د هڅولو لامل وګرځي، تر څو د واحدې سرچینې له لوري خپلې مرستې ترسره کړي چې په بشپړ شفافیت او روڼتیا سره به د ځپل شوو هېوادوالو دردونو ته دوا شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، د افغانستان کرکټ بورډ او د کرکټ ملي اتلان له ټولو خلکو، سوداګرو، پانګوالو، مرستندویه بنسټونو، هېوادونو او بانکونو غواړي چې د افغان، سیلاب ځپلو، بې وزلو او نورو اړمنو کورنیو سره خپلې مرستې د دغې کمېټې له لوري ترسره کړي چې د ترسره شوو دقیقو سروې ګانو له مخې به د اړتیا سره سم مصرف او له مصرف څخه به یې ډاډ شتون ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت