د استقلال او رحمن مېنې له نیمه کاره بلاکونو او ښارګوټو لیدنه وشوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۸ - ۱۳:۴۵
dgdf

۱۴۴۳/۰۹/۰۶

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست مولوي حمد الله نعماني په کابل اتمه ناحیه کې د استقلال او رحمن مېنې له نیمه کاره بلاکونو او ښارګوټو لیدنه او ارزونه وکړه.

ښاغلي وزیر مولوي حمد الله نعماني له دغې لیدنې څخه موخه دا وه چې څنګه کولی شي د یادو نیمه کاره بلاکونو او ښارګوټو پاتې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتو کړي.

مولوي حمد الله نعماني د استقلال او رحمن مېنې ښارګوتو په اړه د وزارت له اړوند مسؤلینو او مسلکي کسانو سره مشورې پیل کړي او پر هغه لارو چارو غور کوي چې وکولی شي په اغېزمنه توګه د یادو بلاکونو او ښارګوټو پاتې چارې بشپړې کړي.

وزیر نعماني وویل، که یاد بلاکونه په اغېزمنه توګه او هر اړخیز لحاظ چمتو شي د بې سرپناه خلکو د بې سرپناهۍ ستونزه به حل او ملي عواید به زیات شي.

د رحمن مېنې او استقلال بلاکونو او ښارګوټو طرحه او ډیزاین په معیاري شکل برابر شوي او تر ډېره په کې د ژوند اسانتیاوې په پام کې نیول شوي دي.

د یادونې وړ ده چې یاد ښارګوټي او بلاکونه یې د جمهوریت په مهال پیل شوي وو چې د بېلا بېلو دلایلو له امله یې د رغېدو چارې په ټپه ولاړې دي.

اوس د اسلامي امارت په بیا حاکمیت او د ښار جوړولو او ځمکو وزیر په توګه د ښاغلي مولوي حمد الله نعماني له ګمارنې وروسته هڅې ګړندۍ شوي چې له ښارګوټو چې بیت المال دی، سالمه ساتنه وشي، خلک ارام ژوند ولري او یو باثباته اقتصادي افغانستان رامنځته شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت