د اتمې ناحیې د رحمن مېنې د تپې ساحې جامع ښاري مطالعات بشپړ شول

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۵:۱۱
اتمه ناحیه

۱۴۴۷/۰۸/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د منظورۍ او د کابل ښار د منظمې پراختیا د ستراتیژۍ له مخې، د کابل ښار د سپینو ساحو له ډلې د اتمې ناحیې د رحمن مېنې د تپې ساحې جامع تخنیکي او ښاري مطالعات په بریالیتوب سره بشپړ شول.

یاد مطالعات د ښاري مطالعاتو ریاست تر مستقیم نظارت لاندې د مسلکي تخنیکي ټیمونو له لوري ترسره شول، چې په ترڅ کې یې د رحمن مېنې د تپې شاوخوا ۸۱٫۴۳ جریبه مساحت لرونکې ساحه د ساحوي سروې، دقیقو تخنیکي اندازه‌ ګیریو او علمي معیارونو پر بنسټ له فزیکي، تخنیکي او میداني اړخه په هر اړخیز ډول وارزول شوه.

د ترسره شوو مطالعاتو پایلې ښيي چې د رحمن مېنې د تپې ساحه د منظمې، معیاري او دوامدارې ښاري پراختیا لپاره د پام وړ ظرفیت لري. یاده ساحه د جغرافیایي موقعیت له پلوه له اصلي ښاري سړکونو او مهمو مسیرونو سره مناسب اتصال لري، چې دا چاره د ترانسپورتي اسانتیاوو د برابرېدو او د ښاري پراختیا د لګښتونو د کمېدو لامل ګرځي.

د کابل د ښاري ډیزاین چوکاټ له مخې، د رحمن مېنې د تپې ساحه د مختلط کاربری (استوګنیز، تجارتي او خدماتي) لپاره تعریف شوې او د لوړو ودانیو د جوړولو وړتیا لري، چې کولای شي د کابل ښار د استوګنځای اړتیاوو د پوره کولو او د نفوسي فشار د کمولو په برخه کې اغېزناک رول ولوبوي.

په راپور کې دا هم راغلي چې که څه هم دا مهال په یاده ساحه کې یو شمېر غیرمنظم جوړښتونه او بنسټیزې ننګونې شتون لري، خو دغه ستونزې د معیاري ښاري پلان جوړونې، د زیربنايي شبکو د پراختیا او د چاپېریال ساتنې د اصولو د پلي کولو له لارې د حل وړ دي.

په پای کې، دا جامع مطالعات د یو رسمي، علمي او معتبر سند په توګه د اړوندو ادارو لپاره د پرېکړه‌ نیولو قوي بنسټ برابروي او د کابل ښار د متوازن، دوامدار او پلان‌محوره پراختیا په لور یو مهم او عملي ګام بلل کېږي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۵۰
Background image

د اسکان دایمي کمېټې د مهاجرینو د استوګنې د پرمختګ لپاره ناسته وکړه

۱۴۴۷/۰۹/۲۸

هېواد ته د راستانه شوو مهاجرینو د دایمي استوګنې د چارو د تنظیم او چټکتیا په موخه، د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د اسکان دایمي کمېټې ناسته ترسره شوه.

یاده ناسته د کور او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۴۴
Background image

په پکتیا ولایت کې د رباط کډوالو ښارګوټي کې د استوګنیزو نمرو د خط اچونې چارې پیل شوې

۱۴۴۷/۰۹/۲۸

راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې لپاره د ځمکو د وېش لړۍ په بېلابېلو ولایتونو کې روانه ده، چې په همدې لړ کې د پکتیا ولایت د رباط کډوالو ښارګوټي کې د استوګنیزو نمرو د خط. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د جوزجان ولایت مردیان ولسوالۍ د تفصیلي پلان لپاره د سروې او توپوګرافۍ چارې ترسره شوې

۱۴۴۷/۹/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس محترم ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم د جوزجان ولایت مردیان ولسوالۍ ته سفر وکړ.

جوزجان ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست اړوند. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت