دښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست د هرات ولایت د اوو ناحیو د بیا رغونې پلانونه لاسلیک کړل

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۲ - ۱۴:۳۶
picture

1444/1/15

د ښار جوړولو او ځمکو محترم سر پرست وزیر مولوي حمدالله نعماني د هرات ولایت د اوو ناحیو(۱-۷) د بیا رغونې پلانونه لاسلیک کړل.

یاد پلانونه د هرات ولایت د ښار جوړولو ریاست، د هرات ښاروالۍ، پوهنتون او نورو اړوندو ادارو د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د بهسازۍ ریاست تر څار لاندې ترتیب کړل.

د دغو پلانونو په جوړولو کې د هرات ولایت د ټولو اړونده بنسټونو نظریات، وړاندیزونه او اړتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

د هرات د اوو ناحیو د بیا رغونې پلانونه په علمي او معیاري توګه جوړ شوي او دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د څو بېلا بېلو بنسټونو د متخصصینو لخوا د هرات ولایت د ناحیوو لپاره د بیارغونې پلانونه جوړیږي.

د ښار جوړولو او ځمکو محترم سرپرست وزیر د هرات ولایت د اوو ناحیو د بیا رغونې لپاره د متخصصینو د پلانونو هر کلی وکړ او دغه شان پلانونه یې د هرات ښار د پراختیا او ښه والي  لپاره مهم وګنل.

د یادونې وړ ده چې د هرات ولایت 15  ناحیې لري او په اتو نورو ناحیو کې یې کار روان دی چې په نږدې راتلونکي کې به بشپړ شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۵۳
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د مهمو ساختماني پروژو د کیفیت او لابراتواري چارو څارنه وکړه

۱۴۴۸/۵/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل په یو شمېر مهمو ساختماني پروژو کې د لابراتواري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۳۲
Background image

په پکتیکا کې د وړممۍ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو له چارو تخنیکي نظارت وشو

۱۴۴۸/۵/۱۰

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د پروژو د تطبیق د نظارت انجینرانو د وړممۍ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو له چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

د نظارت پر مهال د ودانۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۵۷
Background image

په کونړ کې د یو باب مسجد شریف او استنادي دېوال د جوړولو له چارو تخنیکي نظارت وشو

۱۴۴۸/۵/۱۰

د کونړ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او پروژو د نظارت عمومي مدیریت تخنیکي ټیم د دوو ساختماني پروژو له چارو څخه نظارت ترسره کړ.

د نظارت په ترڅ کې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت