دایکنډي کې له ۱۳ زرو جریه ډېر څړځایونه سروې او ثبت شول
ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د څړځایونو سروې، تثبیت، نښه کولو او ثبت پروژې د تطبیق په لړ کې د دایکنډي ولایت په مرکز او ولسوالیو په ۳۳ قطعو ځمکه کې ۱۳۲۴۳ جریبه څړځایونه سروې او ثبت کړې کړل.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د څړځایونو د سروې او ثبت له پیل را په دې خوا تر اوسه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۷۹۳۶۶۹ جریبه د څړځایونو خاصه او عامه ځمکه سروې او په عامه او دولتي ځمکو بانک کې یې ثبت کړې ده.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د څړځایونو سروې، ثبیت، نښه کولو او ثبت پروژې د تطبیق په مرسته له عامه او خاص څړځایونو څخه د ګټورې استفادې تر څنګ په هېواد کې اقتصادي او مالدارۍ ځان بسیاینې ته زمینه برابره کړې ده.